د آئي ايم ايف اعلي سطحي وفد به نن پاکستان ته رارسي

د آئي ايم ايف اعلي سطحي وفد به نن پاکستان ته رارسي

د عالمي مالياتي ادارې آئي ايم ايف اعلي سطحي وفد به نن پاکستان ته رارسي کوم چي به په معاشي معاملو پاکستاني واکمنو سره مذاکرات کوي،ذرائع مطابق آئي ايم ايف وفد به د وزيراعظم عمران خان او مشير خزانه عبد الحفيظ شيخ پشمول نورو اعلي چارواکو سره ملاقاتونه هم کوي
د آئي ايم ايف اعلي سطحي وفد به د جنوبي ايشيا او وسطي ايشيا لپاره ډائريکټر جهاد آرزو په مشرې کښې نن سرښار اسلام آباد ته راځي کوم چي د ستمبر شلمې نيټې پورې پاکستان کښې قيام کوي
د خپلې دورې پر مهال به د آئي ايم ايف وفد معاشي معاملو باندي پاکستاني واکمنو سره خبري اتري کوي چي پکښې مجموعي معاشي صورتحال،ټيکس وصولي او بجټ خسارې پشمول نور معاملات شامل دي
ذزائعو مطابق د آئي ايم ايف اعلي سطحي وفد به د وزيراعظم عمران خان،مشير خزانه عبد الحفيظ شيخ او د قامي اسمبلې قائمه کميټي برائے خزانه پشمول نورو وفاقي او صوبائي چارواکو سره ملاقاتونه کوي
ذرائع زياته کړيده چي د ملاقاتونو دوران به د آئي ايم ايف ورکړې شوي اهداف،سرکلر ډيټ او خساره کښې روانو ادارو نجکارې په معاملو هم خبري اتري کولي شي