د آئي بي ادارے سب انسپکټر په موقع شهيد

مردان جان آباد کښ تيره شپه د ماسختن مونځ کښ نامعلوم ترخه ګروجماعت کښ دننه ډزي کړي چه ترنه د آئي بي ادارے سب انسپکټر په موقع شهيد شوي او دوه تنه ژوبل شوي سي ټي ډي پوليسو د نامعلومه ترخه ګرو خلاف مقدمه درج کړي
جان آباد زرګرانو جماعت کښ د ماسختن مونځ دوران نامعلوم ترخه ګر جماعت ته ورننوتي اوډزي ئي چالو کړي چه ترنه په مونځ ولاړ د انټيلجنس بيورو ادارے سب انسپکټر په موقع شهيد شوي او دوه تنه لعل بهادر او عرفان ژوبل شوي شهيد سب انسپکټر ئي د پوسټمارټم لپاره ډي ايچ کيو هسپتال او ژوبل شوي ايم ايم سي هسپتال ته د علاج لپاره ريفر کړي د واقع پس پوليس موقع ته راورسيده او د نامعلوم ترخه ګرو خلاف پلټني چالو کړي بل اړخ ته سي ټي ډي پوليسو د ترخه ګري واقع خلاف په سي ټي ډي تها نړه کښ د نامعلوم ترخه ګرو خلاف مقدمه درج کړي او تفتيش ئي شروع کړي