د آرمي پبلک سکول غمژنې پيښې د ترهه ګرۍ خلاف قامي يووالې او وحدت پيدا کړے

0
66
وزيراعظم عمران خان په څلور ورځنۍ دوره چين ته تلې دے

د آرمي پبلک سکول غمژنې پيښې د ترهه ګرۍ خلاف قامي يووالې او وحدت پيدا کړے،د شهيدانو د وينو نذرانې ټول قام د ملک دښمنه عناصرو خلاف متحد کړو، د اے پي ايس پيښې برسې په مناسبت د وزيراعظم عمران خان پيغام،وزيراعظم د پيښې متاثره کورنو سره د خواښوګۍ اظهارهم کړېدے،خارجه وزير پشمول مختلف سياسي او قومي مشرانو هم د اے پي ايس د شهيدانو قرباني ستائيلي دي
د آرمي پبلک سکول پيښې د څلورمې برسې په مناسبت خپل پيغام کښې وزير اعظم عمران خان وئيلي دي چې ټول قوم د متاثره خاندانونو په غم کښې شريک دے
د هغه وينا وه چې دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې پاکستان کومې قربانې ورکړيدي د هغې تخمينه هيڅوک هم نه شي لګولے
عمران خان زياته کړه چې د تعليم د لارې سخت دريزې ته ماتې ورکول ممکن دي او پاکستان به د فرقه واريت او لسانيت نه پاک ملک جوړ وو
خارجه وزير شاه محمود قريشي او وزير اطلاعات فواد چودهري هم د شهيدانو قربانې ستائيلي او وئيلې ئې دي چې دغه قربانو مونږ له حوصله لوړه کړې وه
بلاول بهټو زرداري پشمول نورو قامي او سياسي مشرانو شهيدانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندي کړې او وئيلي ئې دي چې د اے پي ايس شهيدانو قربانې د نه هيريدو دي