د اردو ادب عظيم شاعر احمدفراز نن يوولسمه برسي نمانځلے شي

د اردو ادب عظيم شاعر احمدفراز نن يوولسمه برسي نمانځلے شي

د اردو ادب عظيم شاعر احمدفراز نن يوولسمه برسي نمانځلے شي، دې سلسله کښې ټول ملک کښې په ادبي حلقو کښې تعزيتي سيمينارز او تقريبات منعقد کيږي چي پکښې به د احمدفراز ادبي خدماتو ته خراج عقيدت وړاندې کولےشي
د اردو ادب انقلابي او رومانوي شاعر احمدفراز د چا چې اصلي نوم چي سيداحمدشاه وو،په دولسمه جنورۍ نورلس سوه يوديرشم کښې په کوهاټ کښې پيدا شوے وو
احمدفراز په اردو او فارسۍ کښې ايم اے کړې وه، کله چې د هغوي وړومبۍ شعري مجموعه “تنها تنها” شائع شوه نو دغه دوران هغوي بي اے کوله، پشاور ايډورډکالج کښې د تعليم مکمل کولو نه پس ئې په دغه يونيورسټۍ کښې ليکچرار شپ شروع کړو
احمدفراز په کتابونو کښې دردآشوب، بے آواز ګلي کوچو ميڼ، نابينه شهر ميڼ آئينه،نايافت او خواب ګل پريشان هيڼ قابل ذکر دي
احمدفراز د آدم جي ايوارډ، ستاره امتياز، هلال امتياز، اباسين او نقش ادب ايوارډ پشمول يوشمېر ملکي او غيرملکي ايوارډونه هم ترلاسه کړيدي،
احمدفراز په پينځه ويشتمه اګست دوه زره اتم کښې د دې فاني دنيا نه سفر کړے وو