د اردو ژبي مشهوره سندرغاړي، نئيره نور د دوه اوويا کالو په عمر کي پحق رسيدلي

د اردو ژبي مشهوره سندرغاړي، نئيره نور د دوه اوويا کالو په عمر کي پحق رسيدلي، وزيراعظم شهباز شريف د نئيره نور په مړينه د ژور غم او افسوس اظهار کړي
نئيره نور په خپل فني کرئير کي ګنړي شمير غزلي، سندري او ملي نغمے ويلي ،هغي ته به بلبل پاکستان هم ويلي کيدو، ميرمن نور ته په کال دوه زره شپږ کي تمغه حسن کارکردګي هم ورکړي شوي وو، نئيره نور د تيري څه مودي راهسي په کينسر کي اخته وه، او وس د دوه اوويا کالو په عمر کي ي فاني دنيا ته پرده اوکړي،د نئيره نور په مړينه وزيراعظم شهباز شريف د افسوس اظهار کړي، ټويټر بيان کي وزيراعظم ليکلي چي د نئيره جي مړيني په وجه پيدا شوي خلا پر کول به ګران وي،