د اردو ژبې نامتو شاعره پروين شاکر نن اتويشتم تلين دې

د اردو ژبې نامتو شاعره پروين شاکر نن اتويشتم تلين دې، کۀ هر څو پروين شاکر زمونږ ترمينځ نيشته ولې هغه نن هم د خپلو مينه والو په زړونو کښې ژوندې ده،
د مينې او محبت خوشبوګانو له د شاعري رنګ ورکونکې پروين شاکر اتويشتم تلين نن نمانځلي شي پروين شاکر په څليرشتم نومبر نورلس سوه دوه پنځوستم کښې په کراچۍکښې زيږيدلے وه پروين شاکر په انګريزي ادب کښې ماسټر او پي ايچ ډي ډګري هم ترلاسه کړې وه، د خپل نيکه حسن عسکري نه د شعر او شاعرې ابتدائي تربيت ئې حاصل کړې وو او کم عمرې کښې هغې خپل کلامونه ليکل شورو کړي وو دغه رنګ هغې په ډير کم وخت کښې د اُردو د منفرد لهجے سره په شاعرې کښې شهرت ترلاسه کړې وؤ، ادبي خدماتو کښې پروين شاکر ته د نامتو شاعر احمد نديم قاسمي سرپرستي هم ترلاسه وه،د پروين شاکر چهاپ شوي کتابونو کښې خوشبو،صدبرګ،خودکل؊مي، انکار او ماه تمام شامل دي،پروين شاکر په نني تاريخ کال نولس سوه څلور نوي کښې اسلام آباد کښې ټريفکي پيښه کښې په حق رسيدلے وه