د ارمي پبلک سکول انکوائري کميشن رپورټ چيف جسټس اف پاکستان ته ليګلے شوے

د ارمي پبلک سکول انکوائري کميشن رپورټ چيف جسټس اف پاکستان ته ليګلے شوے

د ارمي پبلک سکول انکوائري کميشن رپورټ چيف جسټس اف پاکستان ته ليګلے شويدے، سانحه ارمي پبلک سکول انکوائري کميشن رپورټ کښې د يو سل يو ګواهانو يو ديرش پوليس افسرانو ارمي او نورو شعبو افسرانو بيانات شامل دي،
سانحه ارمي پبلک سکول انکوائري دپاره سابقه چيف جسټس ميا ثاقب نثار د شهدا والدينو درخواست باندي کال دوه زره اتلسم کښې کميشن جوړ کړے وو،
فوکل پرسن اے پي ايس ترمخه دغه کميشن د پيښې انکوائري کولو او ذمه داران مخي ته راوستو دپاره جوړ کړے شوي وو،
فوکل پرسن اے پي ايس کميشن عمران الله مطابق سانحه ارمي پبلک سکول کميشن دکوم مشري چي جسټس محمد ابراهيم خان کوله، خپل رپورټ مرتب کولو نه پس چيف جسټس ګلزار احمد ته وړاندي کړيدے،
رپورټ په دري زره صفحاتو باندي مشتمل دےچي پکښې يو سل دوه ديرش شهيد شوي ماشومانو والدينو بيانات نه علاوه ګواهانو ، پوليس ، ارمي او نورو شعبو افسرانو بيانات هم شامل دي