د اسامه بن لادن د وژنې لس کاله پوره شو،امريکې صدر

د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د وژنې لس کاله پورا کيدو په مناسبت خپل  بيان  کښې امريکني صدر جوبائيډن د افغانستان  نه د پوځ واپس رابللو د فيصلے دفاع کړي او وئيلي ئې دي چې افغانستان کښې امريکني اوږد مهاله جنګ القاعده تنظيم کمزورې کړېدے او د افغانستان خاوره به آئنده لپاره د امريکې لپاره دوباره خطره جوړه نه شي

خپل بيان کښې صدر جوبائيډن وئيلي دي چې د اسامه بن لادن د وژل کيدو لمحات به د هغه نه چرې هم هير نه شي او دا چې د هغه وژنه د امريکې استخباراتي ادارو او سيکيورټي فورسز لويه کاميابي وه

بيان ترمخه امريکه به د نائن اليون واقعاتو کښې وژلي شوي کسان هير نه کړي او د امريکې سلامتيا ته راپيښ هر قسمه خطرو مخه به نيسو

بيان کښې زياته کړي شويده چې افغانستان کښې امريکني اوږد مهال جنګ د القاعده تنظيم ډير کمزورې کړېدے او دوباره به  د امريکې لپاره خطره جوړه نه شي

خپل بيان کښې صدر جوبائيډن افغان جنګ د خاتمے او پوځ واپس رابللو د فيصلے دفاع وکړه او وئي وئيل چې د پوځ انخلا نه پس به هم د افغانستان په صورتحال ژور نظر لرو او دغه ملک به دوباره د امريکې لپاره خطره جوړه نه شي