د اسحاق ډار ملک ته واپسي او روپے قدر کښې اضافه

د اسحاق ډار ملک ته واپسي نه پس کرنسي بازار کي د امريکي ډالر په ريورس ګئير کي سفر جاري، نن ډالر نور يوه روپي څلور شپيته پيسے ارزان شو، وس يو ډالر د پاکستان دوه سوه څلريشت روپو باندي خرسيږي، په تيرو څو ورځو کي ډالر پنځلس روپي ارزان شوي
د اسحاق ډار ملک ته واپسي نه پس کرنسي مارکيټ کي د امريکي ډالر قيمت مسلسل په خکته راروان دي، تيره يوه هفته کي ډالر پنځلس روپي بيلالي، نن انټر بينک کي د ډالر قيمت کي نور يوه روپي څلور شپيته پيسے کمي راغلي، وس يو ډالر د پاکستان دوه سوه څليرشت روپو ته راغلو، وزير خزانه اسحاق ډار دعوي کړي چي د ډالر اصل قيمت دوه سوه روپو نه کم دي، هغه ويلي چي کوشش کوم ډالر دوه سوه روپو ته راکوز کړم