
فلسطين او اسرائيل ترمينځ تاؤ تريخوالي معامله،د اسرائيل جنګي الوتکو په دوئمه ورځ هم په غزه حملې کړيدي،د اسرائيل حملو کښې د فلسطيني اسلامک جهاد يو کمانډر پشمول پنځلس کسان په حق رسيدلي،د حملو ردعمل کښې پي آئي جے ډلې هم په اسرائيل ميزائلې داغلي دي،ترکي او قطر د اسرائيل د حملو مذمت کړېدے
بهرملکي خبري ادارو ترمخه د اسرائيل جنګي الوتکو په دوئمه ورځ هم په غزه حملي جاري ساتلي دي تيره ورځ د اسرائيل حملو کښې د فلسطيني اسلامک جهاد ډلې اهم کمانډر پشمول پنځلس کسان په حق رسيدلي او پنځه پنځوس ژوبل شوي وو اسرائيل او فلسطين ترمينځ تاؤ تريخوالې د اسرائيلي پوځ له طرفه د پي آئي جے ډلې اهم مشر او نور کسان ګرفتارۍ نه وروستو پيدا شويدي د دې ګرفتارو وروستو د فلسطيني اسلامک جهاد ډلې د وژلي شوي کمانډر لخوا اسرائيل باندې د بمونو حملو دړکې ورکړي شوي وه چې د هغې ورستو په غزه اسرائيل حملې شروع کړيدي د دې حملو په جواب کښې پي آئي جے ډلې هم په اسرائيل د سلو نه زيات ميزائيلي داغلي دي،قطر او ترکې په غزه د اسرائيل حملے او عام کسانو د وژنې مذمت کړېدے

