د اصلاحاتو سلسله به جاري وي او دډاکټرانو جارحانه رويه به برداشت نه کړے شي

0
34

د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزئي وئيلي دي چي د اصلاحاتو سلسله به جاري وي او دډاکټرانو جارحانه رويه به برداشت نه کړے شي
پيښور کښې د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزئي او سيکرټري هيلتهه فاروق جميل سره په ګډه خبري غؤنډے ته د وينا په وخت اووئيل چي هيچا ته هم دا حق تر لاسه نه دے چي هغه په يو مشر کس د انډو حمله اوکړي
دوي اوئيل چي ډاکټرانو ته د پرامنه احتجاج کولو پورا پورا حق تر لاسه دے او دپاکستان تحريک انصاف حکومت د ډاکټرانو او نور هيلتهه سټاف ډيرے مطالبے پورا کړي هم دي
شوکت يوسفزئي اووئيل چي ډاکټران دے په سمدستي توګه خپل احتجاج ختم کړي ولي چي ددي نه عام مريضان سختو مشکلاتو سره مخ شويدي،
د اطلاعاتو صوبائي وزيراووئيل چي حکومت د ډوميسائل په بنياد د ډاکټرانو تبادلے کوي او په دي حواله د اصلاحاتو سلسله شروع کړے شويده،
شوکت يوسفزئي اووئيل چي د پي ټي ائي حکومت د ډاکټرانو په شميره کښې اضافه کړے او هغوي ته ئي مراعات هم ورکړيدي