د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير شبلي فراز د خيبر پختونخوا اولس ته خراج تحسين وړاندې کړې

Shibli faraz

د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير شبلي فراز د خيبر پختونخوا اولس ته خراج تحسين وړاندې کړې ،وائي چې د پي ډي ايم جلسے بائيکاټ سره خلقو ثابته کړې چې دوي باشعوره دي او جلسے کښې کمه دلچسپي او عدم شرکت د دوي په اپوزيشن جماعتونو اعتماد نه کول دي ،وفاقي وزير دا هم وئيلي چې جلسے کښې شرکت کونکي دې ځان قرنطينه کړي او د خپل ځان او نورو خلقو د صحت خيال دې اوساتيپيښور کښې د پاکستان ډيموکريټک مومنټ جلسے په ردعمل کښې وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز اووئيل چې د خيبر پختونخوا خلقو د پي ډي ايم جلسے نا بائيکاټ کړيدې.شبلي فراز اووئيل چې د خيبر پختونخوا خلقو جلسه کښې شرکت نه دې کړې او نه صرف ځان ئې باشعوره ثابت کړې بلکه د وزيراعظم عمران خان په هدايت ئې کورونا وائرس نه هم ځان بچ کړيدې.وفاقي وزير مخکښې اووئيل چې پي ډي ايم د قانون احترام او د اولس مفادو په ځائې خپل ځان ته ترجيح ورکړېده بائد چې دوي او س ځان قرنطينه کړي او د نورو خلقود صحت دې هم خيال اوساتي.شبلي فراز زياته کړه چې عدالتي حکم باوجود دوي جلسه کړې او نه صرف دا چې د قانون خلاف ورزي ئې کړې بلکه د اولس دښمنۍ ثبوت ئې هم ورکړيدې