د افغانستان بغلان ولايت کښې سيکيورټى فورسز او طالبانو ترمينځه نښتو کښې د دوه ضلعو پوليس مشرانو پشمول اته اهلکار پحق رسيدلى

د افغانستان بغلان ولايت کښې سيکيورټى فورسز او طالبانو ترمينځه  نښتو کښې د دوه ضلعو پوليس مشرانو پشمول اته اهلکار پحق رسيدلى دي،نورستان ولايت کښې هم جهګړه روانه ده ،په دواب او منډول ضلعو طالبانو قبضه کړيده بلخوا هلمند ولايت کښې د جنګي الوتکو بمبارۍ کښې عام خلکو ته په لويه پيمانه ځاني زيان رسيدلي دي،افغان ميډيا رپورټونو ترمخه فضائي کارروائۍ کښې ديرش مقامي کسان مړه شويدي

افغان ميډيا رپورټونو ترمخه بغلان ولايت کښې د سيکيورټي فورسز او طالبانو ترمينځ نښتې شويدي چې پکښې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوړيدلي ده د بغلان ګورنر اکبر بارکزۍ خبرې ادارو ته وئيلي دي چې د طالبانو حملو کښې د جلګۍ او برکي ضلعو پوليس مشرانو پشمول اته سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلي دي د بغلان ولايت سيکيورټي چارواکو انديښنه څرګندکړيده که چرې سيمې ته تازه دم دستے ونه ليږلې شوے نو جلګۍ اولسوالۍ باندې طالبان قبضه کولے شي د نورستان ولايت په مختلفو برخو کښې هم د سيکيورټي فورسز او طالبانوترمينځه نښتې جاري او طالبانو په دواب او منډول ضلعو د قبضے دعوي کړيده د نورستان ولايتي شورا مشر انجنئير سعدالله تصديق کړېدے چې سيکيورټي فورسز دواب ضلع کښې ځني چيک پوسټونه د يوې معاهدې لاندې طالبانو ته سپارلي شويدي او سيکيورټي فورسز د دغې ضلعې نه وتلي دي بلخوا د هلمندولايت ملي اُردو دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې نهرسراج اولسوالۍ کښې طالبانو خلاف فضائي کارروائۍ کښې ځني ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلي ده خو د دوي کره شميره ئې نه ده په ډاګه کړي دا بمبارۍ هغه مهال شوي وه کله چې ګڼ شمير مقامي کسان د طالبانو لخوا قبضه کړي شوي د پوځيانو يو مرکز کښې راجمع شوي وو،افغان پوځ دې بمبارۍ کښې د شلو طالبانو د وژنې دعوي کړې وه