د افغانستان تخار ولايت دولتى چارواکو طالبانو خلاف عملياتو دوران د دوه ديرش جنګيالو وژنى دعوى کړے

0
103

د افغانستان تخار ولايت دولتى چارواکو طالبانو خلاف عملياتو دوران د دوه ديرش جنګيالو وژنى دعوى کړے بلخوا په ننګرهار ډرون حمله کښې پنځلس داعش وسله وال وژلى شوى دى

د تخار د والى وياند سنت الله تيمور خبرى ايجنسو ته وئيلى دى چې امنيتى اهلکارو اشکمش اولسوالۍ کښې د طالبانو خلاف عمليات کړى چې پکښې دوه ديرش وسله وال مړه او اتلس نور ژوبل شوى دى
د هغه وينا وه چې وژلى شوؤ کسانو کښې مهم کمانډران زبيرالبغدادى او مولوى حنيف  هم شامل دے
سنت الله زياتوى چې د کاروائۍ دوران يو پوليس  اهلکار په حق رسيدلے او پنځه امنيتى اهلکار ژوبل شوى دى او دا چې دغه اولسوالى په مکمله توګه د طالبانو نه پاکه کړے شوېده
بلخوا په ننګرهار ولايت ډرون حمله کښې د داعش ډلې پنځلس جنګيالى وژلى شوى دى
د ننګرهار د والى وياند عطاء الله وينا ترمخه دا حمله هسکه مينه اولسوالۍ کښې شوے او زياته ئې کړه چې هم په دغه سيمه کښې طالبانو او داعش جنګيالو ترمينځه نښته هم شوېده  چې پکښې د داعش ډلې نه اته او طالبانو اړخ نه پنځه وسله وال وژلى شوى دى