د افغانستان تخار ولايت کښې بمى چاودنې په نتيجه کښې دوه پوليس اهلکار په حق رسيدلى

0
157

د افغانستان تخار ولايت کښې بمى چاودنې په نتيجه کښې دوه پوليس اهلکار په حق رسيدلى بلخوا ميدان وردګ کښې امنيتى اهلکارو سره نښتې پرمهال اووه جنګيالى وژلى شوى دى
افغان خبرى ادارو ترمخه د تخار ولايت په خواجه غر اولسوالۍ کښې د ولايتى پوليسو نائب مشر حاجى آغا داؤد د ګاډو په قافله بمى چاودنه شوے چې په نتيجه کښې حاجى آغا خو بچ پاتې شوے ولې دهماکه کښې دوه پوليس اهلکار مړه او څلور ژوبل شوى دى
بلخوا د استخباراتى دفتر له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې ميدان وردګ په نرخ اولسوالۍ کښې د وسله والو خلاف د سيکيورټى فورسز کاروائۍ پرمهال شپږ جنګيالى او يو ځانمرګى بريد ګر وژلى شوى دى
بيان کښې وئيلى شوى چې وژلى شوى کسانو کښې ملا محمود او عزيز الله هم شامل دى څوک چې د پغمان ولايت پوليسو په اکيډمې حمله کښې ککړ وو