د افغانستان جهګړې ختمولو لپاره د افغان دولت مرکچى پلاوى دوحه کښې موجود دى

د افغانستان جهګړې ختمولو لپاره د افغان دولت مرکچى پلاوى دوحه کښې موجود دى ، افغان دولت وفد ملک کښې سولې خبرو لپاره د امريکې خصوصي استازي زلمے خيلزاد سره ليده کاته کړي دي

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یوشمېر غړو په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره د سولې مذاکراتو تيزولو پحقله خبرې کړې دي . دغه کتنه پرون ماښام د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره شوېده د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي وئيلي دي چې دوی له خلیلزاد سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې باید د سولې خبرې چټکوالی پیدا کړي او دغې برخه کې باید درېیمګړی موجود وي, ترڅو د سولې خبرې لکه څنګه چې د ولس غوښتنه ده هغسې مخته لاړې شي. سرچينې وائي چې ممبرانو د افغانستان موجوده صورتحال په اړه خلیلزاد ته مکمل معلومات ورکړي دي ، خليلزاد پلاوي ته وئيلي چې تاسو د سياسي شراکت په ذريعه د افغانستان مسله حل کولے شۍ