د افغانستان حکومت نائب اطلاعاتو وزير ذبيح الله مجاهد وائى چې مونږ د پاکستان وزيراعظم عمران خان شکريه ادا کوو

د افغانستان عبوري حکومت نائب اطلاعاتو وزير ذبيع الله مجاهد وئيلي چې نړيوالې رورولې نه د افغانستان سره ښې اړيکې ساتلو په غوښتنه مونږ د عمران خان شکريه ادا کوؤ، پاکستان د افغانانو دوئم کور دې،مونږ هر چاه سره ښه تعلقات ساتل غواړو، دے لپاره پکار دې چې زمونږ حکومت تسليم کړې شي، عبوري حکومت کښې به نور اصلاحات راويستلې شي

يوې خبري ادارے سره مرکه کښې د افغانستان عبوري حکومت نائب اطلاعاتو وزير ذبيع الله مجاهد اوئيل چې پاکستان نړيوالې رورولې ته وئيلي چې هغه دے افغانستان سره ښې اړيکې اوساتي، پاکستان ګاونډي ملک دے او د افغانانو دوئم کور دې، مونږ د عمران خان شکريه ادا کوؤ هغه اوئيل چې مونږ هر چا سره ښه تعلقات قائمه ول غواړو، خو دے لپاره ضرورې دے چې هغه د مونږ حکومت تسليم کړي او زمونږ نومونه تور لسټ نه اوباسي، د مونږ مشرانو ته دے بهر ملکونو ته تلو راتلو په مکمله توګه آزادي ورکړې شي ذبيع الله مجاهد دا هم اوئيل چې نړيوالې رورولې ته اوس اطمينان کول پکار دې چې زمونږ حکومت مشترکه دے، دا عبوري حکومت دے په دے کښې به نور اصلاحات راوستلې شي هغه زياته کړه مونږ به خپله زمکه د چا خلاف

استعماله ولو ته ورنکړو