د افغانستان خوست ولايت کښې د جومات دننه چاودنه، لږ نه لږ دولس کسان شهيد

0
92

د افغانستان خوست ولايت کښې يو جومات دننه قائم شوى د ووټرانو رجسټريشن سنټر کښې بمى چاودنه شوى چې پکښې دولس کسان شهيدان شوى دى بلخوا فرياب ولايت کښې هم بمى چاودنې له وجے اووه ملکى وګړى په حق رسيدلى دى

د خوست ولايت پوليسو مشرعبدالحنان خبرى ادارو ته وئيلى دى چې دا چاودنه يعقوبى اولسوالۍ کښې رامخې ته شوېده
د هغه وينا وه چې چاودنه يو جومات دننه قائم شوى د ووټرانو رجسټريشن په سنټر کښې شوېده چې په نتيجه کښې دولس کسان شهيدان او درى ديرش ژوبل شوى دى
ولې آزادى سرچينى دې پيښه کښې د شهيد شوؤ شميره يويشت ښائى
افغان خبرى ادارو ترمخه چاودنه هغه مهال شوى کله چې ګڼ شميرکسان د ماسپخين مونخ ادائيګۍ لپاره جومات کښې جمع شوى وو
دې نه علاوه د فرياب ولايت په المار اولسوالۍ کښې د ملکى وګړو په ګاډى بمى چاودنه شوى چې په نتيجه کښې اووه کسان په حق رسيدلى او اته ژوبل شوى وو
د يوې بلې اطلاع ترمخه بغلان ولايت کښې نامعلومه کسانود هندوستان شپږ انجنئيران تښتولى دى
بغلان پوليسو وياندذبيح الله ترمخه دغه انجنئيران د بجلۍ يوې منصوبه باندې کار کولو چې نامعلومه کسانو اغوا کړى دى