د افغانستان د صلحې د عالى شورې مشر عمر داودزئې اسلام آباد ته رارسيدلې دې

0
63

د افغانستان د صلحې د عالى شورې مشر عمر داودزئې په څلور ورځنې دوره اسلام آباد ته رارسيدلې دې، سرښار اسلام آباد کښې د عمرداودزئې په مشرې کښې افغان وفد د خارجه وزيرشاه محمود قريشى سره ملاقات کړے چې پکښې افغان امن عمل بشمول مختلفو امورو باندې خبرې شويدې
د افغان صدر اشرف غنى خصوصى نمائنده او د افغان سولې عالى شورې مشر عمر داؤد زئې پاکستان په څلور ورځنې دوره اسلام آبادته رارسيدلې دې
اسلام آباد ته رارسيدو وروستو عمر داؤدزئې په مشرې کښې افغان وفد د خارجه وزير شاه محمود قريشى سره ملاقات کړے چې پکښې ئې په دوه اړخيزه اړيکو او افغان امن عمل باندې خبرې کړيدې
ذرائع وائى چې ملاقات دوران افغان طالبان د حکومت سره مذاکراتو ميز ته راوستلو په معامله هم خبرې شويدې
افغان خصوصى نمائنده عمر داؤد زئې به د مختلف پاکستانى چارواکو سره ملاقاتونه کوى چې پکښې علاقائى صورتحال او افغان امن عمل باندې خبرې کوؤلې شى