د افغانستان د ټاکنو شکايتونو کميشن اولسي جرګې لپاره کابل ولايت کښې شوي ټاکنې باطل ګرځولي

0
12

د افغانستان د ټاکنو شکايتونو کميشن اولسي جرګې لپاره کابل ولايت کښې شوي ټاکنې باطل ګرځولي او وئيلي ئې دي چې په دې انتخاباتو کښې په لويه پيمانه د درغلۍ شکايتونه ترلاسه شوېدي او په صوبه کښې ئې دوباره اليکشن کولو مطالبه کرېده
د شکايتونو کميشن ترجمان علي رضا کابل کښې پريس کانفرنس دوران وئيلي دي چې کابل ولايت کښې شوي ټاکنو خلاف دوي سره په زرګونو شکايتونه رجسټرډ شوي وو
د هغه وينا وه چې د کابل ولايت په دري ديرش نشستونو شوي انتخاباتو کښې د درغلې او بې ضابطګو په حواله دوه زره اووه سوه اووه شپيته شکايتونه راغلي دي چې له وجې ئې کميشن د کابل صوبې دا انتخابات باطل ګرځوي
علي رضا د اليکشن کميشن نه مطالبه کړېده چې کابل صوبه کښې دې دوباره انتخابات اوکړې شي
ياده دې وي چې کابل کښې د اولسې جرګې ټاکنې د اکتوبر مياشتې په شلمه نيټه شوې وے او اليکشن کميشن لخوا تر دې دمه د شلو ولايتونو د ابتدائي نتائجو اعلان شوېدے