د افغانستان د کشالې هيڅ فوجي حل ممکن نۀ دے: خارجه دفتر ترجمان

0
61
، دفتر خارجه

د خارجه دفتر ترجمان وئيلي چه د افغانستان د کشالي هيڅ فوځي حل ممکن نه دے ، کابل کښي د وزيراعظم پاکستان او افغان صدر ترمينځه ملاقات کښي هم په دي خبره زور راوړلي شوي چه طالبانو ته د امن خبرو اترو پيشکش مثبت ځواب ورکول پکار دي

دا خبره د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر محمد فيصل اسلام آباد فارن آفس کښي د خپل هفته وار پريس بريفنګ په وخت کړي
د خارجه دفتر ترجمان دبريفنګ دوران اوئيل چه پاکستان تيره ورځ افغان سرښار کابل کښي د ووټرانو په رجسټريشن مرکز د خودکش حملي په سختو ټکو کښي غندنه کوي او په داځه قسمه ناوړه حملو کښي د قيمتي انساني جانونو په زيان دافسوس اظاهر کوي
دامريکي قائمقام نائب سيکټري خارجه د دوري په حقله د خارجه دفتر ترجمان اوئيل چه دا دوره امريکي سره د رابطو دکړي تسلسل دے
ترجمان زياته کړي چه د ملاقات دوران يکم مئي نه په سفارتکارانو دپابندۍ ، د کرنل جوزف معامله ، افغانستان کښې د قيام امن ، سرحدي خلاف ورزئيو او په نورو اهمو معاملاتو تفصيلي خبري اتري شوي
په دي موقع ترجمان په ډاګه کړه چه د پاکستان چين سره پنځوس کالو نه زيات تعلقات لري او چين سره د بل يو ملک تعلقات به پاک چين دوستۍ باندي هيڅ اثر اونه لري