د افغانستان سرښار کابل يو وارې بيا بمى چاودنو لړزولې دے

د افغانستان سرښار کابل يو وارې بيا بمى چاودنو لړزولې دے،د وزارت دفاع ودانې مخې ته غبرګې دهماکې شوى چې پکښې شل کسان په حق رسيدلى او ديارلس ژوبل شوى دى
افغان وزارت دفاع ترجمان محمد رادمنش خبرى ادارو ته وئيلې دى چې کابل ښار کښې د وزارت ودانۍ ګيټ مخې ته دوه ځانمرګى چادونې شوى دى
د هغه وينا وه چې وړومبې چاودنه مراد خانى سيمه کښې شوې او چې کله سيکيورټى فورسز او مقامى کسان د دغې چاودنې ژوبل کسانو سره مرستو لپاره متاثره ځائې ته ورغلل نو دغې دوران دوئم ځانمرګى بريدوشو
د وزارت صحت وياندمحمد اسماعيل له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلې شوى چې دواړو چاودنو کښې شل کسان مړه او ديارلس ژوبل شوى دى
خو ځينى خبرې ادارې وائى چې دې دهماکو له وجې اووه سيکيورټى اهلکار په حق رسيدلى او يوؤلس ژوبل شوى دى
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې چاودنو ذمه وارى قبوله کړېده