د افغانستان سفير ډاکټر عمرزاخيلوال د وزيراعظم ناصر الملک سره ليده کاته کړى

0
55
نګران وزير اعظم لاهور کښې د امن و امان په هکله د اعلي پائې غونډې مشري کړې

پاکستان لپاره د افغانستان سفير ډاکټر عمرزاخيلوال د وزيراعظم ناصر الملک سره ليده کاته کړى او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو او افغانستان په صورتحال خبرى کړى دى
وزيراعظم هاؤس لخوا جارى شوى بيان ترمخه افغان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال د وزيراعظم جسټس(ر) ناصر الملک سره ملاقات کړې دے
دواړو مشرانو پاک افغان تعلقاتو او دواړو هيوادونو ترمينځه اعلى سطح رابطو په عمل د خيالاتو بدلون کړېدے
ملاقات دوران افغان مفاهمتى عمل په حواله هم خبرى اترې شوى او وزيراعظم ناصرالملک وئيلى دى چې افغان کشاله د طاقت د لارې د حل کيدو نه ده
وزيراعظم د دواړو ملکونو اړيکو کښې مثبت پرمختګ باندې د اطمينان اظهار هم کړېدے
دغه رنګ د افغانستان امن او استحکام لپاره د پاکستان په کردار او د سيمى په صورتحال هم دواړو مشرانو خبرى کړى دى