د افغانستان سولي عالي شورا مشر عمرداودزئۍ د ايران خارجه وزير سره ملاقات کړي

0
15
د افغانستان سولي عالي شورا مشر عمرداودزئۍ د ايران خارجه وزير سره ملاقات کړي

د افغانستان سولي عالي شورا مشر عمرداودزئۍ تهران کښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف او نور حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کړي او ورسره ئې افغان مفاهمتي عمل او شريکې دلچسپې په معاملو خبرې کړيدي
د ايران سرکاري خبري ادارو ترمخه د افغانستان سولي عالي شورا مشر محمد عمر داودزئۍ د خارجه وزير جواد ظريف سره ملاقات کړېدے
ملاقات دوران دوه اړخيزه تعلقاتو په پراختيا،ترهه ګرې خلاف روان جنګ او افغان سولې په حواله روان کوششونو په بابله د خيالاتو بدلون شوېدے
په دې موقع د ايران خارجه وزير ووئيل چې هيواد به ئې د افغان دولت او اولس مرستې جاري ساتي
د جواد ظريف وينا وه چې افغان عوام له په خپله د ملکي معاملو په حواله حتمي فيصله کول پکار دي او دې سلسله کښې د ايران د مرستو وړانديز ئې هم کړېدے
عمرداودزئۍ د افغانستان په حواله مثبت او تعميري موقف خپلولو باندې د ايران د خارجه وزير شکريه ادا کړېده
د تهران دورې په موقع عمر داودزئۍ نائب خارجه وزير او نور حکومتي چارواکو سره هم ملاقاتونه کړيدي