د افغانستان طالبانو پکتيا ولايت جانى خيل اولسوالۍ باندې قبضه کړيده

د افغانستان طالبانو پکتيا ولايت جانى خيل اولسوالۍ باندې قبضه کړيده ، او د وسله والو  او افغان سيکورټى فورسز ترمينځه په لويه پيمانه انښته دوام لرى  او تر دې دمه پکښې پينځه سيکورټى اهلکار مړه شويدى 

د پکتيا ولايت ګورنر خبرى ايجنسو ته خپله وينا کښې تصديق کړيدے چې جانى خيل اولسوالۍ باندې افغان طالب وسله والو قبضه کړيده 
هغه مخکښې اووئيل چې جانى خيل کښې د افغان سيکورټى فورسز او وسله والو ترمينځه په غټه پيمانه انښته دوام لرى 
انښتو کښې افغان فورسز ته په غټه پيمانه ځانى زيان هم رسيدلے دے او تر دې دمه پينځه سيکورټى اهلکار پحق رسيدلى دى