د افغانستان لغمان ولايت کښې يو پوليس اهلکار په ډزو خپل درې ملګرى مړه کړى

0
104

د افغان لغمان ولايت کښې يو پوليس اهلکار په ډزو خپل درې ملګرى مړه کړى او فراه ولايت کښې بمى چاودنې هم د دوه  پوليسو ژوند اخستے بلخوا په خوست ولايت ډرون حمله کښې درې جنګيالى وژلى شوى دى

د لغمان پوليسو وياندشفيق الله خبرى ايجنسو ته وئيلى دى چې مهترلام ښار کښې يو پوليس اهلکار په ډزو خپل درى ملګرى مړه کړى دى
د هغه وينا وه چې ډزې کوونکى پوليس اهلکار وروستو تښتيدلے او طالبانو سره يو ځائې شوېدے
بلخوا فراه ولايت کښې بمى چاودنې په نتيجه دوه پوليس اهلکار په حق رسيدلى او درې ژوبل شوى دى
دغه شان د هرات ولايت په ليلامى روډ په يو کور د لاسى بم حمله کښې دوه کسان مړه شوى دى 
د يوې بلې اطلاع ترمخه د خوست ولايت په لکڼو سيمه کښې امريکنى ډرون حمله کښې درې جنګيالى وژلى شوى دى