د افغانستان لغمان ولايت کښې په يو کور مارټر ګوله پريوتو پيښه کښې اووه کسان په حق رسيدلى

د افغانستان لغمان ولايت کښې په يو کور مارټر ګوله پريوتو پيښه کښې اووه کسان په حق رسيدلى دي بلخوا مختلفو ولايتونو کښې د طالبانو حملے دوام لري او طالبانو علي آباد،ارغنداب،پشتريد او لاس جوين اولسواليو باندې د قبضو دعوي کړيدي

د افغانستان خبري ادارو ترمخه مختلفو ولايتونو کښې افغان سيکيورټي فورسز او طالبانو ترمينځ نښتې جاري دي،د لغمان ولايت په کوتالي سيمه کښې په يو کور مارټر ګوله پريوتو پيښه کښې اووه کسان په حق رسيدلي دي لوګر ولايت کښې د نامعلومه کسانو په ډزو يو ديني عالم په حق رسيدلي دے بلخوا مختلفو ولايتونو کښې په سيکيورټي فورسز د طالبانو بريدونه جاري دي او طالبانود فراه ولايت په لاش جوين او پشترود اولسواليو نه علاوه د زابل ولايت په ارغنداب او د کندوز ولايت په علي آباد اولسواليو د قبضے دعوه کړيده ولې افغان حکومتي چارواکو د طالبانو دعوا مسترد کړې او وئيلي ئي دې افغان سيکيورټي فورسز په تکنيکي بنيادونو دغه اولسواليو نه په شا شويدي او ډير زر به د طالبانو خلاف موثره جوابي کارروائۍ وکړي