د افغانستان لوګرولايت کښې ټرک بم چاودنه ، ديرش کسان وژلې شوى

د افغانستان لوګر ولايت کښي د يو ټرک بم چاودني په نتيجه کښې ديرش تنان وژلي شوي او لږ تر لږه اويا ژوبل شوي،د ولايت په مرکزي ښار پل عالم کښې دا چاودنه هغه وخت شوي کله چه خلقو د روژه ماتي تيارې کولو، تر دي دمه هيڅ يوي ډلي دچاودني زمه واري په سره نه ده اخيستي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پيښي تصديق کړي او وائي چه د پل عالم ښار په پوليس ډسټرکټ ون سيمه کښي شوي چاودنه دومره زور دهار وه چه خواه او شاه ودانيو ته هم ځيان رسيدلي افغان ميډيا د ولایت د شورا ئيس حسیب ستانکزي د خلي وئيلي چه دا چاودنه دجمعې په ماښام دروژه ماتي نه لږ ه شيبه وړاندي د پل علم په ښار کښي د یوه قومي مشر ملکیتي میلمستون ته نږدې شوي وئيلي کيږي چه د موټر بم چاودني له امله لږ تر لږه ديرش تنه وژل شوي او تر اويا سخه زيات ژوبل شوي تر دي دمه هيڅ يوي ډلي د چاودني زمه واري په سره نه ده اخيستي ولي سرچینې وائي چې لوګر کښې دا میلمستون چې د روژه ماتي په موقع په دموټر بم برید په واسطه په نښه شوی،د طالب علمانو څخه ډک ووچې په دې ولایت کښي دپوهنتون داخله ټسټ کښي برخه اخيستو لپاره ميشته وو د کورنیو چارو وزارت په وینا په چاودنه کښي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په چاودنه کښي لږترلږه ديرش کسان وژل شوي