د افغانستان مختلفو ولايتونو کښې پوځى آپريشنونو پرمهال نهـ ديرش وسله وال وژلى شوى

0
35

د افغانستان مختلفو ولايتونو کښې جنګيالو خلاف پوځى آپريشنونو پرمهال نهـ ديرش وسله وال وژلى شوى او شپږ ملى اُردو په حق رسيدلى دى

افغان وزارت دفاع له لورى جارى شوى بيانيه کښې وئيلى شوى چې پوځى چارواکو ننګرهار،کونړ،هرات،غزنى،بدخشا،هلمنداو بغلان ولايتونو کښې د وسله والو خلاف کاروائى کړى دى
بيان ترمخه دې عملياتو دوران شپږ ديرش جنګيالى وژلى شوى او څليريشت ژوبل شوى دى 
بيانيه زياتوى چې د آپريشن دوران لوئى شمير کښې وسله،کارتوس او لاسى بمونه هم برآمد شوى دى
بيانيه کښې دا هم وئيلى شوى دى چې دې کاروائيو پرمهال شپږ پوځيان هم په حق رسيدلى دى
دې نه علاوه د زابل ولايت په شهرصفا اولسوالۍ کښې سيکيورټى فورسز سره نښتې پرمهال درې طالبان وژلى شوى دى
د يوې بلې اطلاع ترمخه د کونړ ولايت په شيګل اولسوالۍ ډرون حمله کښې د تحريک طالبان پاکستان درې جنګيالى وژلى شوى دى