د افغانستان مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله د اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړي

د افغانستان مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله د اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړي

د افغانستان مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله د اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړي او د پاکستان دورې او دلته شوي ملاقاتونو معلومات ئې ورسره شريک کړيدي،دواړو مشرانو د سولې عمل په معاملو هم خبرې اترې کړيدي.د اولسمشر دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د مصالحتي عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړيدي.بيان ترمخه ډاکټر عبدالله عبدالله اولسمشر اشرف غني ته د پاکستان دورې او پاکستاني واکمنو سره شوي ملاقاتونو معلومات شريک کړيدي.بيان کښې زياته کړي شويده چې دواړو مشرانو د سولې عمل په راتلونکي اقداماتو هم تبادله خيال کړېدے.افغان مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اتويشتم نه تر ديرشم ستمبر پورې د پاکستان دوره کړي وه او د صدر مملکت عارف علوي،وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود پشمول نور حکومتي واکمنو سره ئې ملاقاتونه کړي وو او ورسره ئې دواړو ملکونو تعلقاتوپه پراختيا او افغان مفاهمتي عمل په معاملو خبرې کړې وے