د افغانستان مفاهمتى عمل په حواله روس کښې راتلونکې مياشت کيدونکې غونډه ځنډولې شوېده

0
63

د افغانستان مفاهمتى عمل په حواله روس کښې راتلونکې مياشت کيدونکې غونډه ځنډولې شوېده،د دې غونډه د ملتوى کيدو اعلان د روس خارجه وزير سرګئۍ لاروف او افغان اولسمشراشرف غنى ترمينځه ټيلى فون د لارې خبرو کښې شوېدے
کابل کښې د صدارتى محل لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې د روس خارجه وزير سرګۍ لاروف د ټيلى فون د لارې اولسمشراشرف غنى سره رابطه کړېده
بيان ترمخه خبرو په مهال فيصله شوېده چې د افغانستان مفاهمتى عمل په حواله د راتلونکى مياشتې په څلورمه نيټه ماسکو کښې کيدونکې غونډه ملتوى کړې شوېده
بيان کښې زياته کړې شوېده چې دواړو مشران په دې متفق وو چې دا اجلاس به د دواړو ملکونو شريک کوربه توب لاندې منعقد کولې شى او د دې غونډې د مقام او نيټې اعلان به وروستو کولے شى
ياده دې وى چې روس حکومت دې غونډه کښې ګډون لپاره يوولس ملکونو او طالبانو له د ګډون بلنه ورکړې وه ولې امريکې او افغانستان په دې اجلاس کښې د شرکت نه کولو اعلان کړې وو