د افغانستان نامتو سندرغاړې عبدالله مقرى پحق رسيدلې

د افغانستان نامتو سندرغاړې عبدالله مقرى پحق رسيدلې دے،عبدالله مقري د کورونا بيمارۍ ښکار شوي وو او تير اوولس ورځو راهسې د کابل يو هستال کښې زير علاج وو

د افغانستان خبري ادارو ترمخه د هيواد وتلي سندرغاړۍ عبدالله مقري د کورونا رنځ لوجې د کابل يو هسپتال کښې ساه ورکړيده د عبدالله مقري زوي مير خان په فيس بک ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې پلار ئې د زړه بيمار وو او اوولس ورځو راهسې ئې حالت خراب وو او نن سحر ئې د کابل هسپتال کښې ساه ورکړيده شپږ ورځې مخکښې هم افغان ميډيا د عبدالله مقري د مرګ خبر ورکړي وو ولې وروستو د هغه زوي او د خاندان نورو غړو دغه خبر دروغ ګرځولي وو ارواښاد عبدالله مقري په سلګونو سندرې او ملي نغمے وئيلي وے او د هغه مرګ د افغانستان د موسيقۍ په برخه کښې لوئې زيان بللي کيږي