د افغانستان ننګرهار ولايت کښي ترهګر تنظيم داعش ته لوئے زيان رسيدلے دے

0
111
افغانستان کښي فضائي بمبارۍ کښي اته ويشت داعش وسله وال وژلي شوي

د افغانستان ننګرهار ولايت کښي ترهګر تنظيم داعش ته لوئے زيان رسيدلے دے،افغان فورسز دعوې کړيده چي د هسکه مينه اولسوالې ګورګوري سيمه کښي ئي د داعش يو مهم مرکز تباه کړيدے
افغان فورسز مطابق ګورګوري کلي کښي ئي د داعش وسله والو خلاف لس ورځے وړاندے آپريشن شروع کړے وو چي وس هم روان دے،آپريشن کښي افغان فورسزته د نيټو ځواکونواو مقامي خلکو کمک هم ترلاسه دے
افغان فورسز دعوي کړيده چي آپريشن دوران تراوسه يونيم سل ترهګر وژلے شويدي او د هغوي يو مضبوط مرکز تباه کړے شويدے، دغه مرکز به د خراسان په نوم ياديدو او داعش تنظيم به دغلته وسله والو ته تربيت ورکولو،داعش تنظيم به دے مرکز نه کابل او نورو صوبو کښي د ترهګر کارروايانو منصوبه بندي هم کوله،افغان فورسز وائي چي هسکه مينه ولسوالي کښي وس هم دري څلور کلو باندے د داعش کنټرول دے او د دغه کنټرول ترلاسه کولو لپاره به کارروائي جاري ساتلې شي