د افغانستان هلمند ولايت کښې د ملى اُردو هيلى کاپټر غورځيدو لوجې تباه شويدے

د افغانستان هلمند ولايت کښې د ملى اُردو هيلى کاپټر غورځيدو لوجې تباه شويدے،ملي اُردو ترجمان ترمخه هيلي کاپټر تکنيکي ستونزې لوجې راپريوتي ولې طالبانو د دغه هيلي کاپټر د ويشتلو دعوي کړيده،بلخوا د امريکې جنګي الوتکو کندهار کښې په طالبانو بمبارۍ کړي چې پکښې لس جنګيالي وژلي شويدي

د افغانستان خبري ادارو ترمخه د هلمندولايت په نادعلي اولسوالۍ کښې د ملي اُردو يو هيلي کاپټر غورځيدو لوجې تباه شوېدے د هلمند ولايت ملي اُردو ترجمان بيان ترمخه دغه هيلي کاپټر طالبانو خلاف عملياتو دوران تکنيکي ستونزو لوجې راپريوتي دے او د هيلي کاپټر ټوله عمله محفوظ ده بيان کښې زياته کړي شويده چې د عملياتو دوران ديرش طالبان هم وژلي شويدي د طالبانو ترجمان قاري يوسف احمدي دعوي کړيده چې د افغان آرمي دغه هيلي کاپټر د دوي جنګيالو راغورځولي دے او هيلي کاپټر کښې ناست ټول پوځيان وژلي شويدي بلخوا د امريکې جنګي الوتکو د کندهار ولايت په سپين بولدک سيمه کښې د طالبانو په دوه ټينکونو بمباري کړيده چې پکښې لس جنګيالي وژلي شويدي