د افغانستان پخواني اولسمشرصبغت الله مجددي په حق رسيدلي

0
47
د افغانستان پخواني اولسمشرصبغت الله مجددي په حق رسيدلي

د افغانستان پخواني اولسمشرصبغت الله مجددي د اوږدي ناروغتيا روستو په حق رسيدلي، د خدائي بخلي د جنازي مونځ به نن د کابل په غازي سټيډيم کښې آدا کيږي
افغان ميډيا دصبغت الله مجددي د کورنۍ د خلي تصديق کړي چه پخواني اولسمشر داوږدي ناروغتيا روستود دري نوي کالو په عمر کښي د فاني دنيا څخه سترګي پټي کړي ،صبغت الله مجددي کال نولس سوه نهه ويشتتم کښې دافغانستان د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کښي زيږيدلي وو او ابتدائي تعليم ئي د مصر قاهره يونيورسټي نه ترلاسه کړي وو
افغانستان کښي د انقلاب ثور روستو چه کله خلق ډيموکريټک پارټي په اقتدار کښي راغله نو صبغت الله مجددي د کابل حکومت خلاف سياسي او وسله وال جدوجهد پيل کړو
کال نولس سوه دوه نوي کښي د ډاکتر نجيب حکومت ختميدو روستو صبغت الله مجددي دافغانستان اسلامي حکومت وړمبي اولسمشر اوټاکلي شو ، د طالبانو دور حکومت کښي صبغت الله مجددي دسياست نه کناره کشي اختيار کړه او روستو کال دوه زره دريم کښي د افغانستان اساسي قانون لاندي د لوئي جرګي مشر په توګه اوټاکلي شو
صبغت الله مجددي داوږدي مودي راسي ناروغه وه اوتيره ورځ ئي د فاني دنيا څخه سترګي پټي کړي، د خدائي بخلي د جنازي مونځ به نن د کابل په غازي سټيډيم کښې آدا کيږي