د افغانستان پخواني اولسمشر حامدکرزئۍ مَصالحتي عالي شورا غړې جوړيدو نه معزرت کړې

د افغانستان پخواني اولسمشر حامدکرزئۍ مَصالحتي عالي شورا غړې جوړيدو نه معزرت کړې

د افغانستان پخواني اولسمشر حامدکرزئۍ د حکومت لخوا تشکيل کړي شوي مَصالحتي عالي شورا غړې جوړيدو نه معزرت کړېدے،خپل بيان کښې حامد کرزئۍ وئيلي دي چې د هيواد سولې لپاره به ئې کوششونه جاري وي ولې د هيڅ حکومتي ډهانچے برخه به جوړ نه شي
حامدکرزئۍ لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د سولې لپاره کوشش د افغانستان د ټولو.خلکو ملي هڅه ده.بيان کښې حامد کرزئۍ زياته کړيده چې د يو افغاني په حيث به هيواد کښې سوله راوستو لپاره به د هغه هلې ځلې جاري وي ولې هيڅ حکومتي تشکيل کښې به برخه وانخلي.اولسمشر اشرف غني لخوا د سولې عمل مخ په وړاندې بوتلو په غرض جوړه کړې شوي مصالحتي عالي شورا په ممبرانو کښې د حامد کرزئۍ نوم هم شامل وو ولې هغه د دې شورا د ممبر جوړيدو نه معزرت وکړو