د افغانستان په حواله ويزه پاليسۍ کښې هيڅ قسمه بدلون نه دې شوے

0
772
د ملائيشاپه جيلونو کښې بنديوان قيديان به ډير زر ملک ته واپس راوستلے شي

د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې د افغانستان په حواله ويزه پاليسۍ کښې هيڅ قسمه بدلون نه دې شوے او روزانه درې نيم زرو نه سيوا افغانستانيانو ته د پاکستان ويزې جاري کيږي
د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وضاحت کړېدے چې پاکستان لپاره د افغانستانيانو ويزه پاليسۍ کښې هيڅ قسمه رد بدل نه دې شوے
بيان کښې وئيلي شوېدي چې افغانستان کښې د پاکستان قونصل خانه روزانه خواؤ شا درې زره اته سوه ويزې جاري کوي کوم چې د نورو ملکونو په نسبت د ټولو زياتې ويزي دي
بيان کښې زياته کړې شوېده چې افغانستانيانو ته دغه ويزې ويړيا ورکولې شي