د افغانستان په ننګرهار ولايت ډرون حمله کښې د داعش ډلې څلور جنګيالى وژلى شوى دى

0
69

د افغانستان په ننګرهار ولايت ډرون حمله کښې د داعش ډلې څلور جنګيالى وژلى شوى دى بلخوا د هيواد مختلفو برخو کښې بمى چاودنو درې ملګى وګړى ژوبل کړى دى

د ننګرهار ولايت ملى اُردو د دفتر له لورى جارى شوى بيانيه کښې وئيلى شوى چې اچين اولسوالۍ کښې د داعش جنګيالو په يو مرکز ميزائلې داغلى دى چې په نتيجه کښې څلور وسله وال وژلى شوى دى
بيانيه زياتوى چې ډرون حمله کښې هيڅ يو ملکى وګړى ته مرګ ژوبله نه ده اوړيدلے
ياده دې وى چې تيره ورځ هم په دې اولسوالۍ کښې د داعش وسله والو په مرکزونو افغان او اتحادى پوځيانو بمبارۍ کړے وے چې پکښې نهـ ويشت جنګيالى وژلى شوى او د دوى ريډيو سټيشن له مينځه اوړلے شوے وو
بلخوا د ننګرهار د والى وياند عطاء الله خبرى ايجنسو ته وئيلې دى چې بيسود اولسوالۍ کښې سړک غاړې بمى چاودنې د ملګرو ملتونو دفتر کښې کار کوونکى دوه افغان وګړى ژوبل کړى دى
دې نه علاوه خوست ښار کښې هم بمى چاودنه شوېده چې پکښې يو تن ژوبل شوېدے،د دې ترڅنګ استخباراتى ادارے لوګر ولايت نه د کاروائۍ دوران د حقانى ډلې درې غړى نيولو دعوې کړېده