د افغانستان کنګل شوې پيسو يوه برخه د نائن اليون بريدونو متاثره کورنيو ته ورکولو باندې غور روان دې

د افغانستان کنګل شوې پيسو يوه برخه د نائن اليون بريدونو متاثره کورنيو ته ورکولو باندې غور روان دې خو په دې اړه حتمي فيصله نه ده شوې،افغانستان لپاره د امريکې خصوصي استازي تهامس ويسټ بي بي سي سره مرکه
افغانستان لپاره د مريکې خصوصي استازې تهامس ويسټ بي بي سي سره مرکه کښې وئيلي چي امريکه فې الحال د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو اراده نه لري،د افغانستان عبوري حکومت سره تعلقات معمول ته راتلل د طالبانو اقداماتو سره تړلې دي تهامس ويسټ مطالبه کړې ده چي طالبان دې جينکو ته د تعليم حق ورکړې،وئيلي دي چي دغه غوښتنه يواځې د امريکې نه ده بلکه د نړيوالې ټولنې او د منطقې د ملکونو هم ده،تعليم ترلاسه کول د جينکو بنيادي حق دې،که چرې طالبان د جينکو ټولې تعليمې ادارې پرانځې نو امريکه او عالمي برادري استاذانو تنخواګانې ادا کولو ته تيار دي تهامس ويسټ زياته کړې ده چي امريکه انساني بحران،بشرې حقونو او د عامې معافې اعلان پشمول نور اهم معاملاتو باندې طالبانو سره په رابطه کښې ده،مونږ طالبانو سره سفارتې اړيکې ساتل غواړو خو تعلقات معمول ته راتلل وس هم آسان نه دي