د افغان سولي عالي شوري مشر عمر داود زئي مولانا فضل الرحمان سره ئي ملاقات کړي

0
145

د افغان سولي عالي شوري مشر عمر داود زئي د پاکستان په دوره دې او د پاکستان سياسي قيادت سره ئي ملاقاتونه شروع کړي،د جميعت علمااسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان سره ئي ملاقات شويدې،ذرائع وائي چي ښاغلې داودزئي به د اے اين پى مشر اسفنديار ولي خان سره ليده کاته کوي
د پاکستان په دوره راغلې د افغان سولي عالي شوري مشر عمر داود زئي د جميعت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان سره ليده کاته کړيدي
په دغۀ موقع خپلو خبرو کښې عمر داودزئي افغانستان کښې امن دپاره د حکومت او طالبانو ترمينځه مذاکراتو لړ کښې د علمائے کرام کردار مهم ګرځولې، مولانا فضل الرحمان ته ئې افغانستان کښې د امن عمل کښې شوي پرمختګ په حواله بريفنګ هم ورکړې
د جے يو آئي ف مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان کښې امن عمل هرکلي اوکړو او عمر داود زئي له ئي باور ورکړې چې هغه به دي لړ کښې خپل کردار ترسره کوي ځکه چې دا د دواړو ملکونو په ګټه کښې دي
سرچيني وائي چې د افغان سولي عالي شوري مشر عمر داود زئي به د اے اين پى مشر اسفنديار ولي خان سره ليده کاته کوي
واضحه دي وي چې تيره ورځ اسلام آباد ته رارسيدو وروستو عمر داود زئي د خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات کړې وو او افغان امنتي مذاکراتو په بابله ئي خبرې اترې کړې وے