د افغان مصالحتي کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به ډير زر د پاکستان دوره وکړي

ډاکټرعبدالله عبدالله په کابينه کښې د شموليت لپاره د خپلو نامزد کسانو نومونو لسټ صدارتي دفتر ته سپارلي

افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان تعلقات ښه والي په لور روان شويدے او د افغان مصالحتي کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به ډير زر د پاکستان دوره وکړي
محمد صادق لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې خارجه وزير شاه محمود قريشي د افغان مصالحتي کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له د پاکستان د دورې بلنه ورکړيده
بيان ترمخه د ډاکټر عبدالله عبدالله دوره پاکستان لپاره نيټه ټاکلو په عرض دواړو ملکونو ترمينځه مشاورت روان دے او ډير زر به هغه د اسلام آباد په دوره راشي
بيان کښې زياته کړي شويده چې د پاکستان او افغانستان تعلقات د مضبوط والي په طرف روان شويدي