د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ صدر به راروانه هفته کښې د پاکستان په دوره راځي

0
33

د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ زنانه صدره ماريه اسپينوزا به راروانه هفته کښې د پاکستان په دوره راځي ، ميرمن اسپينوزا به د صدر مملکت عارف علوي ، وزيراعظم عمران خان ، وزير خارجه شاه محمود او نورو اعلي شخصياتو سره ملاقاتونه کوي ، په دغې موقع به پاکستاني حکام د جنرل اسمبلۍ صدره مختلف علاقائي او بين القوامي معاملاتو باندې پاکستاني موقف نه خبروي
ماريه اسپينوزا د حکومت پاکستان په درخواست باندې د اسلام آباد سفر کوي ، اقوام متحده کښې د پاکستان مستقل مندوبې ډاکټر مليحه لودهي د حکومت پاکستان له اړخه اسپينوزا ته د دورې بلنه ورکړې وه
د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ صدرې دا دوره به هغې د براعظم ايشان وړومبے سفر کوي ،ميرمن اسپينوزا به د صدر مملکت عارف علوي سره ليده کاته کوي
د وزيراعظم عمران خان او وزير زخارجه شاه محمود سره ملاقاتونه هم د ماريه اسپينوزا د دورې په شيډول کښې شامل دي