د اقوام متحده سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس اسلام آباد ته رارسيدلې

د اقوام متحده سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس اسلام آباد ته رارسيدلې

د اقوام متحده سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس په څلور ورځنې دورے اسلام آباد ته رارسيدلې دي، په ايئرپورټ د پاکستان مستقل مندوب منير اکرم د هغه تود هرکلے وکړو، انتونيو ګوتريس به وزيراعظم، خارجه وزير او نور غړو سره ملاقاتونه کوي
د اقوام متحده سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس په څلور ورځنې دورے پاکستان ته رارسيدلې دې، هغه د غير ملکې ايئرلائن د لارې اسلام آباد ته رارسيدلې، په ايئرپورټ د پاکستان مستقل مندوب منير اکرم د هغه تود هرکلے وکړو، انتونيو ګوتريس به وزيراعظم عمران، خارجه وزير او نور چارواکو سره ملاقاتونه کوي، سيکرټري جنرل به عالمې افغان مهاجيرينو کانفرنس ته خطاب کوې، لاهور او ګوردواره کرتارپور ته به هم ځې، ګران ميلمه به تاريخي بادشاهي مسجد او د شاهي قلعے هم چکر لګوې، لاهور کښې به د سکول ماشومانو ته د پوليو څاڅکي هم ورکوي
د پاکستان په دورے راغلې د اقوام متحده سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس به اسلام آباد کښې سينډر فور انټرنينشل پيس اينډ اسټے بليټي ته هم ځې، هغه به د اقوام متحده امن مشنز کښې خدمات ترسره کونکو پاکستاني پيس کيپرز سره ملاقات کوې او په دے حواله به يو تصويرې نمائش هم ګوري