امريکې افغانستان کښې ډرون حمله کړې چې پکښې د القاعده مشر ايمن الظواهري وژل شوې، سي آئي اے وائي چې ډرون حمله کښې څوک عام وګړي نه دي وژل شوي، ايمن الظواهري د اسامه بن لادن مرګ نه پس القاعده کمان سنبهال کړې وو، بلخوا د طالبانو ترجمان ذبيع الله مجاهد د امريکې ډرون حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او دغه ئي د عالمي اصولو خلاف ورزي بللې ده
بهر ملکي خبري ادارے ترمخه امريکې خفيه ايجنسې سي آئي اے په کابل کښې ډرون حمله کړېده، ډرون حملې د القاعده مشر ايمن الظواهري په مبينه توګه وژل شوېدې سي آئي اے وائي چې ايمن الظواهري کابل کښې ډرون حملې سره په نښه کړې شوېدې، دغه حمله کښې څوک وګړي نه دي وژل شوي ايمن الظواهري د اسامه بن لادن د مرګ نه پس القاعده کمان سنبهال کړې وو، امريکې د ايمن الظواهري د ګرفتارې کښې مدد کونکو لپاره پينځويشت ملين ډالرز انعام مقرر کړې وو بلخوا د طالبانو ترجمان ذبيع الله مجاهد د امريکې ډرون حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړېدې او دغه ئي د عالمي اصولو خلاف ورزي بللې ده ذبيع الله مجاهد اوئيل چې حمله د کابل شيرپور علاقه کښې په يو کور شوېده،داسې حملې د امريکي، افغانستان او خطې کښې د مفاداتو خلاف دې وائټ هاؤس چارواکو د الظواهري وژل کيدو تصديق نه انکارکړې خو وائي چې امريکي افغانستان کښې د القاعده يو اهم هدف خلاف کارروائي کړېده، آپريشن کښې څوک عام وګړي نه دي وژل شوي