د امريکي خصوصي استاذے زلمي خليل زاد د چين په دوره دے

0
21
د امريکې خصوصي استازے زلمے خليل زاد نن هم پاکستان د راتلو امکان نشته

د افغان صلحي عمل لپاره د امريکي خصوصي استاذے زلمي خليل زاد د چين په دوره دے چرته چي هغه د چيني قيادت سره ملاقاتونه کړے ۔ زلمي خليل زاد به صبا له د پاکستان په دوره راځي
د امريکي خصوصي استاذے زلمي خليل زاد د افغان صلحي عمل په مشن ديو شمير ملکونو په سفر دے ۔زلمي خليل زاد په دي لړ کښي چين ته رسيدلے او افغان شخړي حل لپاره ئي د چين اعلي چارواکو سره ليده کاته شوي دي
زلمي خليل زاد ټويټ کړي اود افغان صلحي عمل کښي ئي د چين کردار مهم ګرځولے دے ،خليل زاد د افغان شخړي مستقل حل لپاره د امريکي او چين په شريکه کار کولو اميد هم څرګند کړے
بلخوا سفارتي سر چيني وائي چي زلمي خليل زاد به صبا له په څلور ورځني دوره پاکستان رارسي او ورسره به د امريکي ډپټي خارجه ايلس ويلز به هم پاکستان ته راځي