د امريکي سفارتخاني وفد د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلي

د امريکي سفارتخاني وفد د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلي ، د جے يو آئي د اطلاعاتو مرکزي سيکتر وائي چې دې ملاقات کښې د مولاناصيب او د امريکائي سفارتخانې چارواکو ترمينځ د منطقي حالاتو او نورو دوه اړخيزه چارو باندې خبرې اترې شويدي

د جے يو آئي ف د اطلاعاتو مرکزي سيکتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې د امريکائي سفارتخانې چارواکي چې پکښې پوليټيکل قونصلر، پوليټيکل آفيسر او د اکنامک سيکشن چيف شامل وو مولانا فضل الرحمان سره د هغه په کور کښې ليده کاته کړي ، د سفارتخانې د وفد مشري رچرډ نيلسر هيډ آف دي مشن کوله ،ملاقات د مولانا فضل الرحمان او امريکائي سفارتخانې چارواکو ترمينځ د منطقې په حالاتو او دوه اړخيزه چارو باندې ژورې خبرې اترې شويدي ، دې دوران افغانستان کښې روان حالاتو باندې په خاصه توګه پاملرنه شويده