د امريکې او طالبانو ترمينځه امن مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوې

د امريکې او طالبانو ترمينځه امن مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوې

د امريکې او طالبانو ترمينځه امن مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوې،طالبانو او امريکې ترمينځه اووه ورځو لپاره تشدد کښې کمې کولو په تجويز باندې خبرې اترې شوې دې،د پينټاګان سربراه مارک ايسپر وائې چې ډير زره به امن مذاکراتو کښې پرمختګ په حواله اعلان اوکړے شې
طالبانو او امريکې ترمينځه خبرو اترو کښې اهم کاميابې ميلاو شوې ده،ذرائع وائې چې طالبان په عارضې توګه جنګ بندۍ باندې صلاح شوې دې
د پينټاګان سربراه مارک ايسپر برسلز کښې د نيټو غونډه کښې ګډون نه پس خبريالانو ته وئيلې چې دوحا مذاکراتو کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د اووه ورځو لپاره تشدد کښې کمې په تجويز خبرې اترې شوې دې
مارک ايسپر وينا وه چې د افغانستان د بحران حل سياسې سمجهوته ده،دے لړ کښې طالبانو سره مذاکراتو کښې پرمختګ شوے دے او ډير زر به ئې اعلان اوکړے شې