د امريکې خارجه وزارت ترجمان وئيلى چې افغان سولې عمل کښې پاکستان مهم کردار لوبوى

د امريکې خارجه وزارت ترجمان وئيلى چې افغان سولې عمل کښې پاکستان مهم کردار لوبوى، طالبان ئې د مذاکراتو لپاره راضي کړي، څو کالو څخه پاکستان سره د مشترکه مفاداتو لپاره کار کوؤ، د افغانستان مسئله امريکه يواځي نشي حل کولې، افغانستان کښې د طاقت په زور راتلونکې حکومت هيڅ اهميت نيشته

د امريکې سټيټ ډيپارټمنټ وياند نيډپرائس اوئيل چې افغان امن عمل کښې پاکستان مهم کردار لوبولې دے، پاکستان طالبان د خبرو اترو لپاره راضي کړي، مستحکم جنوبي ايشيا کښې د پاکستان کردار ستائينه کوؤ وياند وائي چې پاکستان سره تيرو څو کالو نه د مشترکه مفاداتو لپاره کوؤ، دواړو هيوادونو د انسداد دهشتګردي په اړه مشترکه مفادات دي، افغان امن عمل مخ په وړاندې بوتللو کښې د پاکستان کردار اهم دے هغه اوئيل چې امريکه د افغانستان مسئله بيله نشي حل کولې، د افغانستان بوج به ټول عالمي برادري اوچته وي، په افغانستان کښې د طاقت په زور راتلونکې حکومت به هيڅ اهميت نه وي