د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو د روس صدر ولادي مير پوټن سره ملاقات کړي

0
15
مائيک پومپيو

د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو د روس صدر ولادي مير پوټن سره ملاقات کړي او ورسره ئې افغانستان پشمول د نړۍ سيکيورټۍ په معاملو خبري کړيدي،ملاقات دوران صدر پوټن د افغانستان په موجوده صورتحال د تشويش اظهار کړے او سولي عمل کښې ئې امريکې سره شريک کوششونو وړانديز کړېدے
د روس خبري ادارو ترمخه د ماسکو په دوره راغلي امريکني خارجه وزير مائيک پومپيو د صدر ولادي مير پوټن سره ليده کاته کړيدي
ملاقات کښې د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او سيمي په صورتحال د خيالاتو بدلون شويدے
دواړو مشرانو د افغانستان په موجوده صورتحال هم خبري اتري کړيدي او مائيک پومپيو د امريکې او طالبانو ترمينځه روان مذاکراتي عمل نه د روس صدر خبر کړېدے
په دي موقع صدر پوټن ووئيل چې افغانستان کښې د طالبانو زور د کميدو په ځائي نور هم په سيوا کيدو دے کوم چې د تشويش خبره ده
دغه رنګ د روس صدر افغان سولي عمل کښې د امريکې سره شريک کوششونه کولو باور ورکړيدے