د امريکې خصوصي استازي زلمې خليل زاد کابل کښې د افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړې

0
148

افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريکې خصوصي استازي زلمې خليل زاد کابل کښې د افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړې او ورسره ئې افغان مفاهمتي عمل لپاره روان کوششونو او نورو مهمو چارو خبرې کړېدي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه زلمي خليل زاد کابل کښې د افغان اولسمشر اشرف غني سره ليده کاته کړيدي
د ملاقات دوران چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله او نور حکومتي چارواکي هم موجود وو
زلمي خليل زاد د خپل پاکستان دورې په حواله افغان دولتي چارواکي اعتماد کښې اخستي دي
دواړو مشرانو ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او افغانستان مفاهمتي عمل لپاره روان کوششونو په بابله د خيالاتو بدلون کړېدے
افغان اولسمشر اشرف غني د سولې عمل لپاره د امريکې د کوششونو ستائينه کړېده او وئيلي ئې دي چې حکومت د طالبانو سره مذاکراتي عمل لپاره د مذاکراتي ټيم اعلان کړېدے